سوریه: غوطه سیمه کې لا هم بریدونه دوام لري

comments 0

هندوکش – سوریه: د سوریې پر غوطه سیمه هوايي بریدونه تر اوسه نه دي دریدلي.
د بشري حقونو څار ډلې د تازه بریدونو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
په ورته وخت کې په هرست او اربین سیمو کې چې د دمشق په شمال کې پرتې دي د یو شمیر چاودنو خبر هم ورکړل شوی دی.
په تېرو څو اونیو کې پر غوطې هوايي بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
روسیې له دغه هیواد څخه د ځواکونو له ویستلو وروسته هم خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
عزت الله تبیان

Comments

Leave a Reply