سنګین کې پر طالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې د پوځ مسوولین وایي، په سنګین او کجکي ولسوالیو کې دوولس طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د سنګین ولسوالۍ په ساروان کلا سیمه کې هوایي برید ۴ طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

په یو بل هوايي برید کې چې کجکي ولسوالۍ کې شوی هلته هم څلور طالبان وژل شوي او د هغوی دوه عرادې موټر سایکلونه له منځه تلي دي.

هلته په نادعلي کې هم د ځمکنیو عملیاتو په مهال دوه طالبان وژل شوي دی.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments