سنګین کې عملیات پيل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: افغان وسله وال پوځ د هلمند سنګین ولسوالۍ دنیولو عملیات پيل کړي دي.
هلمند کې د پوځ مسوولین وایي، په دغو عملیاتو کې درې کلیومټره وړاندې تللي او جګړه کې یې لسګونه طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
مسوولین ژمنه کوي چې د ولسوالۍ بازار او نږدې سیمې له طالبانو ونیسي.
د هلمند سنګین ولسوالۍ له کلونو راهیسې ناامنه ده چې طالبانو په لیکو کې پنجابیان هم جګړه کوي.
سنګین ولسوالۍ کې طالبانو ته له پاکستان او ایران زیات امکانات رسیږي او همدا لامل دی چې جګړې مقاومت کړی دی.
اوس افغان ځواکونو پتیلي چې سږ کال د دې ولسوالۍ له ټولو سیمو طالبان یا وشړي او یا یې ووژني.
ننګیالۍ کوهورد

Comments