سنګین: داعش ضد عملیات بریالي روان دي

comments 0

هندوکش – هلمند: د سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لیوا قومندان محمد نسیم سنګین وايي، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه د څلور نمبر نهه په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
سنګين ډاډ څرګند کړ ،چې ډير ژر به د وزيرو سيمه په بشپړه توګه د دښمن له شتون څخه پاکه کړي.
د څلورمې پلې لوا قوماندان وايي، په ياده سيمه کې د عملياتو له پيله تر دې دمه شپږ ويشت داعش وسله وال وژل شوي ، نهه ويشت ټپيان شوي او يو ويشت کړۍ ماينونه ،چې داعش ډلې ځای پر ځای کړي و د امنيتي ځواکونو له لوري کشف او لمنځه وړل شوي دي.
بريد جنرال محمد نسيم سنګين دغه راز په عملياتو کې شاملو امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه ،چې د ولسي وګړو ژوند خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply