سناتورانو له حکومته غوښتي چې د زورواکو د نیولو لړۍ جاري وساتل شي

comments 0

هندوکش – کابل: د فاریاب لاریونونه د قیصاري د خوشې کیدو لپاره نه بلکې د جنرال دوستم د راستنیدو لپاره تنظیم شوي دي.
د فاریاب سناتوران وايي، د دغو لاریونونو اصلي غوښتنه دا ده چې پر حکومت فشار راوړي، څو جنرال دوستم هېواد ته راستون شي.
په ټوله کې مشرانو جرګې غوښتنه دا وه چې حکومت دې په ټول افغانستان کې د زورواکو او قانون ماتوونکو د نیولو لړۍ جاري وساتي مشرانو جرګې د ولسمشر له دې پریکړې چې د زورواکو د نیولو تکل یې کړی او ځینې یې زنداني کړي هم دي هرکلی وکړ .
په مشرانو جرګه کې د فاریاب استازی ګل محمد رسولي وايي د شمال په څو ولایتونو کې وروستیو لاریونونو موخه بیرته هیواد ته دجنرال دوستم راګرځول دي .
دلته مشرانو جرګې اکثریت غړو په یو غږ د ولسمشر له دغه اقدام چې یو شمیر زوراکي یې نیولي او د ځینو نورو د نیولو تکل یې کړی ملاتړ وکړ خو غوښتنه یې دا ده چې پر ټولو دې قانون یو شان پلی کړی .
ځینې سناتوران وايي ولسمشر باید د قیصاري او څو نورو زورواکو پر نیولو دغه لړۍ نه بندوي بلکې د ټول افغانستان زورواکو د نیولو لپاره دې جدي تدابیر ونیسي .
مشرانو جرګه کې د هېواد امنیتي وضعیت باندې هم بحث وشو چې ډیری سناتورانو خپلې انديښنې شریکې کړې.
له افغان ځواکونو غوښتنه دا وه چې د هغو وسله والو پرضد جدي ګامونه پورته کړي چې له سولې تېښته کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments