سناتورانو د اوربند غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: د لوی مشورتي جرګې له پریکړه لیک وروسته مشرانو جرګې له طالبانو غوښتي چې روژه کې اور بند اعلان کړي .
ځینې سناتوران وايي، طالبان دې د مشورتي لوی جرګې پریکړه لیک عملي کړي او د جګړې پرځای دې په سوله تمرکز وکړي.
مشرانو جرګې له طالبانو غوښتي چې د لوی جرګې پریکړې ته درناوی وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
له دې سره هلمند کې له جګړې د ښکیلو غاړو غوښتنه شوې چې د روژې مبارکه میاشت کې دې اوربند وکړي.
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د جګړې قربانیان واټونو ته راوتلي و او د جګړې پر ځای یې د سولې په خبرو ټينګار درلود.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments