سمنګان کې یو کس د ۲۷۵ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

comments 0

هندوکش ــ سمنګان: د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس ۱۶۰ کیلو ګرامه تریاک او ۱۱۵ کیلو ګرامه چرس په یوه عراده واسطه کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې قاچاق یې کړي؛ چې د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د ایبک ښار له اړوند سیمو نیول شوی دی.
عاطفه مصمم

Comments