سمنګان کې څه باندې ۲۰۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

comments 0

هندوکش ـــ سمنګان: تېره ورځ د سمنګان ولایت امنیه قومندانۍ د اړوند ادارو د استازو په شتون کې څه باندې ۲۰۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي سوځولي دي.
د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو یاد نشه يي توکو د تېرو دوه کلونو په لړ کې د ۷۵ قضیو په ترڅ کې کشف او ترلاسه کړي دي.
سوځول شويو نشه يي توکو کې؛ تریاک، چرس، هیرویین، شراب او مورفین شامل دي او پولیسو د دې قضیو په تړاو ۱۰۹ تنه له لسګونه عرادو لېږدوونکو واسطو سره نیولي دي.
عاطفه مصمم

Comments