سمنګان کې د طالبانو له ویرې بې ځایه شویو سره مرسته وشوه

comments 0

هندوکش ـ ايبک:سمنګان ولایت کې له هغو بې ځآیه شویو سره مرسته وشوه چې د طالبانو له ویرې یې سیمې پريښې او نورو سیمو ته تللي دي.
د سمنګان د کډوالو رییس سید کمال حسیني وایي، ۳۳۸ بې ځایه شویو کورنیو سره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د لومړنیو توکو مرسته وکړه.
مرستې په هغو بې وزله کسان ویشل شوي چې له دره صوف پایان ولسوالۍ څخه د طالبان له ویرې بې ځایه شوې دي.
د حسیني په خبره، په مرسته شویو توکو کې کمپلې، ترپالونه، د پخلنځي توکي، خیمې او د ګازو بالونونه شامل دي.
هغه کسان چې مرستې یې ترلاسه کړي له افغان دولت یې مننه کړې چې په سختو ورځو کې یې د دوی لاسنیوی وکړ. بې ځایه شویو له افغان ځواکونو غوښتنه کړې چې د طالبانو له شره یې خلاص کړي، ځکه هغو سیمو کې چې طالبان وي په خلکو ډول ډول ظلمونه کوي او خپل شرایط پرې په زوره مني.
د سمنګان بې ځایه شویو خلکو په وینا عشر، چنده، له خلکو په زوره پیسې اخیستل او د طالبانو ظلم او ستم ددې لامل شوي چې کورونه پریږدي او نورو سیمو ته مصارف شي.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply