سمنګان او تخار کې پنځه طالب وسله وال نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، درې وسله وال، ضیاالحق، امرالدین او محمد مراد په سمنګان ولایت کې ځانګړو ځواکونو نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه درې وسله وال د طالبان د نظامي کمېسیون د مسوول ملا انس له خوا طالبانو ته جذب او د سمنګانو خرم سارباغ ولسوالۍ ته د ترهګریزه فعالیتونو په موخه لېږل شوي و خو وړاندې تر دې چې فعالیت پیل کړي ځانګړو ځواکونو ونیول.
دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، محمد سرور چې مستعار نوم یې سیف الله او شکرالله چې مستعار نوم یې جبیر دی په تخار ولایت کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، دوی د تخار په مرکز تالقانو کې د ترهګرو فعالیتونو مسوولیت درلود، چې د یو میل کلاشنکوف او یوه اندازه نظامي مهماتو سره د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شوي.
۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، پنځه واړه نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او پلټنې ترې روانې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments