سمنګانو کې یو طالب قومندان ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش: د سمنګانو ولایت پولیس وايي چې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې یې یو مهم طالب قومندان نیولی دی.

د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي وايي، د ملا شفیع الله په نوم دغه طالب قومندان د ایبک ښار اړوند له یو  کور څخه نیول شوی دی.

نوموړي وویل چې دغه طالب قومندان څو ځله د دره صوف پایین ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

رحیمي وايي چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی چې په زیاتو بریدونو کې یې لاس درلود.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply