سمنګانو کې دوو ځایي قوماندانانو ترمنځ نښته شوې

comments 0

هندوکش – سمنګان: د سمنګان ولایت رسنیز دفتر لخوا په خپور شوي خبر کې راغلي چې،  دغه نښته تېره شپه شوې ده او په پېښه کې ددواړو لورو دوه نږدې خپلوان وژل شوي دي.

د سمنګانو ولایت مطبوعاتي مسوول محمد صدیق عزیزي وایي، نښته د کندل خان په سیمه کې د محمد سلیم او محمد آصف په نامه جهادي قومندانانو ترمنځ شوې ده.

په دې پېښه کې د قومندان محمد آصف زوی او د محمد سلیم وراره وژل شوي دي.

دده په خبره ددواړو قومندانانو ترمنځ پخوانۍ دښمني ددغه نښتې سبب شوې خو په دې اړه به حکومت خپلې پلټنې پيل کړي.

په ډېری شمالي ولایتونو کې د پخوانیو جهادي قومندانانو ترمنځ ورته نښتې کېږي چې له امله یې ډېری وخت مرګ ژوبله هم رامنځ ته کېږي.

نجیبه سروري

Comments