سمنګانو کې بزګرو ته اصلاح تخمونه وویشل شول

comments 0

هندوکش – سمنګان: د راپورونو په اساس، د المان او چک هېواد په مالي مرسته د سمنګانو ولایت له ۸۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو مرسته وشوه.
په تخمونو کې د غنمو، ناخودو، زغرو، پیازو، اوربشو او هینګو اصلاح شوي تخمونه شامل و چې اړمنو کسانو ته ورسیدل.
د سمنګان ولایت د کرنې ریس همایون حبیب وایي، له بزګر سره مرسته شوې تخمونه د ۱۳۵۰۰ افغانیو په ارزښت و چې په کښت کې به ترې ګټه پورته کړي او ښه حاصلات به لاس ته راوړي.
هلته له بزګرو سره ژمنه وشوه چې په نورو برخو کې به هم مرسته ورسره وکړي.
امیر حسین سلجوقی

Comments

Leave a Reply