سمنګانو ولایت کې ۲۵تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ــ سمنګان: په سمنګانو ولایت کې د افغان ګډو ځواکونو د ۱۸ ورځو عملیاتو راهیسې ۲۵تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو ځانګړو عملیاتو کې ۱۶تنه طالبان وژل شوي او ۹تنه نور تپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوی، په یادو عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمیر پټنځایونه او نظامي مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
دوي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلي.
عاطفه مصمم

Comments