سلګونه باروړونکي پاکستاني موټر جواز نه لرلو د تورخم دروازه کې درول شوي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: پاکستاني سوداګر د افغان خکومت له دغه اقداماتو خوښي ښودلي او ویلي دي، چې پاکستان حکومت هم افغان سوداګرو نه د جواز غوښتلو غوښتنه کړې ده.
یاد سوداګر وايي، افغان خکومت د پاکستاني باروړونکو موټرو جواز او روډباس بار بار غوښتنه کړې ده، او له همدې امله یې تورخم دروازه کې باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي.
بلخوا د افغانستان لوري ته د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکو ویلي تر دې وړاندې پاکستاني حکومت له افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د جواز غوښتنه کوله چې اوس افغان حکومت هم ورته اقدام کړی دی.
افغان حکومت داسې مهال په دغه اقدام لاس پورې کوي چې پاکستانی لوری له کلونو راهیسې افغان سوداګر په بېلو نومونو ورسره زور زیاتی کوي ځوروي یې او مالي زیانونه ورته اړوي.
فرهاد شهراني

Comments