سعودي کې پر شاهي ماڼې وسله وال برید شوې

comments 0

هندوکش – سعودي : عربي رسنیو نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د جدې ښار پر شاهي ماڼۍ د برید پر مهال دوه امنيتي ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
سعودي چارواکي وایي، چې بريدگر خپل موټر د شاهي ماڼۍ خوا ته نژدې کړ، پر امنيتي ځواکونو يې ډزې وکړې، دوه پوځيان يې وژلي او درې يې ټپيان کړي او بریدگر هم د امنیتي ځواکونو په ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا، بریدگر اته ویشت کلن منصور العامري نومیږي چې د سعودي اوسیدونکې دې.
چارواکي زیاتوي،بریدګر د برید پر مهال يو کلاشینکوف او درې اور اچوونکي بمونه ورسره وو.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت په دې اړه رسنیو ته نور جزئیات نه دي ورکړې خو له بهرنیانو یې غوښتې چې سعودي کې له بې اړتیا ګرځیدو ډډه وکړي ځکه شونې ده چې وسله وال برید ښکار شي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply