سعودي کې د هیرویینو قاچاق په تور دوه پاکستانیان اعدام شول

comments 0

هندوکش – سعودي: د سعودي عربستان حکومت يوه پاكستانۍ ښځه او د هغې مېړه دغه هېواد ته د هيرويينو د قاچاق په جرم اعدام کړل.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وايي، دا جوړه په جدې كې اعدام شوه.

سرچينه زياتوي، فاطمه اعجاز او محمد مصطفى هغه وخت نيول شوي وو، چې سعودي عربستان ته يې د هيرويينو قاچاق کاوه.

دوى ته محکمې د مرگ سزا اورولې وه.

په سعودي عربستان كې دا مهال له ۲۱۰۰ زيات پاكستانيان بنديان دي.

محمد حنیف بیدار

Comments