سعودي کې افغان سولې په تړاو سبا غونډه ترسره کیږي

comments 0

هندوکش – سعودي: سعودي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې سبا سې شنبه په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه نړیواله غونډه کېږي.
د رسنیو په لیکنه، سعودي عربستان او د اسلامي همکاریو سازمان د دې غونډې لپاره چمتووالی بشپړ کړی دی.
دغه کنفرانس د افغانستان او اسلامي نړۍ د علماوو په ګډون په افغانستان کې د سولې د ټينګښت له لارو چارو سره د مرستې او د اسلام له نظره د ترورېزم او افراطیت د هرې بڼې د غندلو په هدف ترسره کېږي.
د کنفرانس لومړۍ ورځ په جده او دوهمه په مکه مکرمه کې ترسره کېږي چې د افغانستان په دیني عالمانو سربېره د ۳۷ اسلامي هېوادونو عالمان وربلل شوي دي.
محمد امان دوران

Comments