سعودي میرمنې د لوبو لیدلو ته لاړې

comments 0

هندوکش – سعودي عربستان: سعودي کې لومړي ځل ښځې د لوبې لیدو لپاره لوبغالي ته لاړې.
په ریاض کې د فهد پاچا سټډيوم کې د فوټبال کورنۍ سیالي وه چې یوه ډله نجونې یې لیدلو ته ورغلې وې.
دغو نجونو د خپلې خوښې لوبډلې یونفورم په ځان و او لوبغالي ته د ننوتلو پر مهال یې د هماغه لیګ سندره زمزمه کوله.
د سعودي د سپورټ ادارې تېر اکټوبر اعلان وکړ چې په ۲۰۱۸ کال کې به ښځو ته اجازه ورکړي چې لوبې په لوبغالي کې له نږدې وګوري.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply