هندوکش – عربستان سعودي: د نشه یي توکو قاچاق د خلکو وژنو په تور له ۶ تنو سعودي عربستان کې سرونه پرې شوي دي.
سعودي کې ځایې رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې په هغو کسانو کې چې سرونهیې پرې شوي، ۱ پاکستانی او ۵ نور يې د سعودي عربستان ځايي اوسېدونکيدي.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان غیر قانوني کړنو لپاره د نړۍ تر ټولو سخته سزا لري چې له مخې یې هر کال لسګونه کسان په یادو جرمونو کې د لاس لرو له امله د حکومت لهخوا وژل کېږي.
ویل کیږي تر دې مخکې سعودي عربستان د مارچ په ۲۳مه نېټه او د اپرېل په ۹مه نېټه د ۳ هغو پاکستانیانو سرونه قلم کړي و چې دغه هېواد ته د نشهيي موادو په قاچاق کې نیول شوي و.
راپور له مخې، سعودي عربستان په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ۱۵۳ کسانو سرونه پرې کړي و چې په نشهيي موادو د قاچاق په ګډون پرې په بېلابېلو غیر قانوني کړنو کې لاس لرل چې د بخښنې نړېوال سازمان په پرلهپسې توګه په سعودي عربستان کې د حکومت لهخوا په جرمونو کې د ککړو کسانو سرونه پرې کول غندلي دي.
فریده خپلواک
سعودي عربستان کې قاچاق او د خلکو وژنو په تور له یو پاکستاني وګړي سر غوڅ شو

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.