سعودي: طالبان د يوې ترهګرې ډلې په توګه پيژنو

comments 0

هندوکش: د سعودي عربستان هیواد لومړی ځل د طالبانو پر وړاندې تند غبرګون ښودلی دی او دا ډله يي يوه ترهګره ډله بللې.

په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت سرپرست  مشاري بن مزعل الحربي وايي چې طالبان دوی د يوې ترهګرې او وحشي ډلې په توګه په رسميت پيژني.

ددې سفارت سرپرست له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي دي چې قطر هیواد طالبانو ته په نړۍ واله کچه د تمويل په خاطر زمينه سازي کړې.

نوموړی وايي:« قطر د طالبانو ملاتړ کوي او يادې مرستې د ایران د ترهګرپالي هیواد پر مټ تر طالبانو پورې را رسيږي.»

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایران بیا بر عکس پر سعودي تور پورې کوي چې  د ترهګرو ډلو خصوصا طالبانو ملاتړ کوي وویل:« دایران او طالبانو او بیا ایران او نورو ترهګرو ډلو رابطه وګورئ دا چې ایران په نړۍ کې د نژادپالنې او ترهګرۍ ملاتړ کوي نوې خبره نه ده.»

نوموړی وايي چې هیواد يي په افغانستان کې هيڅ ډول خاصې موخې نلري بلکه دوی به اوږه په اوږه د کابل مرسته وکړي.

نوموړی وايي چې افغانستان او سعودي ګډ تاريخ لري، په تیرو کلونو کې ددواړو هیوادونواړيکې کله هم نه دي خرابې شوي او دا چې افغانستان په اسلامي نړۍ کې ستراتيژيک موقعيت لري نو ځکه سعودي ته ډير مهم دی.

هغه وویل چې په کابل کې د عراق پر سفارت برید او په کندهار کې د والي پر ميلمستون برید چې عرب ديپلوماتان پکې و وژل شول یو ترهګریز عمل وو چې دوی يي په کلکه غندي.

يادې خبرې لومړی ځل دی چې يو ستر اسلامي هیواد کوي او تر دې مخکې ددې هیواد قاضي القضات او د مکې مکرمې امام هم طالبان يوه ترهګره او وينې زبيښونکې ډله بللې وه.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply