سعودي د یمن په هدیه ښار کې پرمختګ کړی

comments 0

هندوکش – سعودی: سعودي ایتلاف د یمن په هدیده ښار کې د نورو پرمختګونو اعلان وکړ.
د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وايي د هدیده ښار له هوايي ډګر وروسته یې نورې سیمې هم نیولي دي.
عرب ایتلاف وايي د هوايي ډګر په نیولو کې یې له حوثي یاغیانو سره سخته جګړه وکړه.
په دغه جګړه د سعودي په مشرۍ او د امریکا په ملاتړ د ایتلافي ځواکونو ترڅنګ عرب امارات هم جنګیږي.
ملګري ملتونو سیمې ته خپلې استازی استولی خو وايي تر اوسه یې دغه سفر د جګړې په پای ته رسولو کې کومه ګټه نده کړې.
محمد حنیف بیدار

Comments