سعودي د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابروي

comments 0

هندوکش – کابل: سعودي عربستان هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر تیره ورځ اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي، د افغانستان سوله او ثبات د سیمې په ګټه دی او دوی له خپلو همکارانو سره په ګډه کار کوي، چې افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.

عادل الجبیر ویلي، هېواد یې له پاکستان، افغانستان او امریکا سره په ګډه کار کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

هغه ویلي، په کار دی چې افغانستان کې روانې اوږدې جګړې ته له سوله ییزو لارو چارو د پای ټکی کېښودل شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments