سعودي بهرنیو عمره کوونکو ته د ورتګ لړۍ پیلوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: سعودي عربستان اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ سعودیانو او هلته مېشت بهرنیانو ته د عمرې پیلولو اجازه ورکړل شوې ده.
د کورونا وېروس له کبله په سعودي کې د محدودیتونو له امله اوه میاشتې عمره بنده وه.
په لومړي پړاو کې به د مکې حرم ته شپږو زرو کسانو ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي او هره اونۍ به دا شمېر زیاتېږي.
له عمره کوونکو غوښتل شوي چې ماسکونه وتړي او ټولنیز واټن مراعات کړي، په ورځ کې به مکي حرم لس ځلې پاکېږي.
تېره میاشت، د سعودي رسمي خبري اژانس “واس” وویل، د عمرې ادا کولو لپاره د اجازې ورکول به په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي.
په پام کې ده چې لومړی پړاو د اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه پیل شي او ۷۵ سلنه عمره کوونکو ته به اجازه ورکول کېږي چې ۱۵ زره کسان کېږي.
د نومبر میاشتې پیلېدو سره به، سعودي د ځینو مشخصو هېوادونو عمره کوونکو ته هم اجازه ورکړي چې ټول به ۲۰ زره عمره کوونکو شي.
تېر کال د عمره کوونکو کسانو شمېر ۱۹ میلیونو ته رسېدلی و، خو دغه هېواد په تېره مارچ میاشت کې د کورونا وېروس له امله پر عمره بندیز ولګاوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments