سعودي او امریکا د اوربند په تړاو غږیدلي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا او سعودي عربستان چارواکو د افغانستان د وضعیت په تړاو ټیلفوني خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د عربستان شهزاده محمد بن سلمان د لوی اختر په ورځو کې د افغانستان له اوربند څخه د ملاتړ په اړه هم بحث کړی دی.
امریکايي او عرب چارواکي په داسې حال کې د افغانستان د اوربند په تړاو بحث کوي چې د اختر په ورځو کې په افغانستان کې د اوربند غځېدا ته د خلکو هیلي زیاتې شوې دي.
د راپورونو په اساس ، راتلونکې میاشت به امریکايي او طالب چارواکي د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.
د ګارډین ورځپانې ویلي چې د اګسټ میاشتې په لومړیو کې د امريکايي او طالب چارواکو تر منځ اړیکو افغان سولې ته د رسېدو په برخه کې مثبت رول لوبولای دی.
افغانان هم له حکومت او طالبانو غواړي چې راتلونکی لوی اختر پر دایمي اوربند هوکړې ته ورسېږي او افغانستان روان بد وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
فکور نعیمي

Comments