سرچینې: د ننګرهار ولایت په غصب شويو ځمکو کې طالبان هم شریک دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې زورواکو په زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې چې طالبان هم پکې شریک دي.
ځایې خلکو دغه خبرې هندوکش خبر څانګې سره وکړې.
د سرچینې په وینا غصب شوي ځمکې د جلال آباد تورخم لوې لارې ته نژدې حصارشاهي داک کې پرته ده چې د مخورو مشرانو لخوا غصب او پر خلکو پلورل کیږي.
ویل کیږي طالبان هم له قومونو پيسې اخلي او نمرې پر ګډوالو او نورو خلکو پلوري.
په دې اړه بیا ننګرهار کې ځایې اوسیدونکې وایې چې د دولتي او نورو ځمکو د غصب لړۍ چټکه شوې خو حکومت چې په دې برخه کې یې د جدي مبارزې خبره کړې، بیا هم کوم اقدام نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د ننګرهار ولایت مقام ته په څو مترۍ کې تازه دولتي ځمکه غصب شوي وه چې د ټولنیزه رسنیو د غوغا وروسته ایله دولتي چارواکي پر دي وتوانیدل چې ياده ځمکه له غصب څخه راوګرځوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply