سرچینی: دونالد تړمپ راتلونکې اونۍ افغانستان ته راځي

comments 0

هندوکش – کابل: رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکې اونۍ له خپلې لور ایوانکا ټرمپ او میرمنې میلانیا ټرمپ سره یوځای کابل ته راشي.
درسنیو په وینا،دونالد تړمپ به له حکومت سره د سولې په تړاو یوه مشترکه اعلامیه صادره کړي.
د ټرمپ د احتمالي سفر په اړه ویل کیږي، چې نوموړی به خپلو ځواکونو ته هم وینا وکړي او ځینې مهم مسایل به اعلان کړي.
متحده ایالات غواړي له طالبانو سره د سولې توافقنامې ترڅنګ، له افغان حکومت سره هم د سولې یوه مشترکه اعلامیه ولري، چې له افغانستان سره به خپلو تعهداتو ته پکې ځای ور کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments