سرچینه: کندز کې د بریښنا دلګښت پیسې طالبان او زورواکي اخلي

comments 0

هندوکش – کندز: هندوکش خبري څانګې ته یوې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډده وکړه وویل چې له تیرو نهو میاشتو راهیسې د بریښنا د لګښت پیسې کندز کې وسله وال طالبان اوزورواکي اخلي.
سرچینه وایي چې طالبان د کندز د هغو سیمو د اوسیدونکو برښنا لګښت اخلي چې تر ولکې لاندې دي.
سرچینه د چاردرې اوسیدونکي له قوله وایې، چې اوس وسله وال طالبان د سیمې له خلکو په زور د لګښت په پرتله څو برابره ډېرې پیسې اخلي.
انجینر حمید الله د کندز د برښنا ریس طالبانو لخوا ترولکې لاندې سیمو کې د برښنا د لګښت پیسو اخیستل تاییدوي او وایې چې، ددې ولایت په چهاردره، امام صاحب، علي اباد او خان اباد ولسوالیو کې د نږدي یو نیم زرو کورنیو د برېښنا د لګښت پېسې د طالبانو لخوا ټولیږي.
نوموړي زیاته کړه چې ځینو سیمو کې زورواکي او غیر مسوول وسله وال هم د برښنا لګښت پیسې اخلي چې له امله یې عایداتو کې کموالې راغلې دې.
د یادونې وړ دې چې تردې مخکې د طالب وسله والو ډلو د عایداتو یواځینې سرچینه طبیعې ځیرمې وې خو داسې معلومیږي چې اوس مهال طالبان ځینو ولایتونو کې د برښنا له عوایدو ځان سمبالوي.
شاه رسول غزنوي

Comments

Leave a Reply