سرچینه: پاکستاني استخباراتو احسان الله احسان د یو بل استخباراتي ماموریت لپاره ګومارلی دی

comments 0

هندوکش ــ کابل: یوې امنیتي سرچینې هندوکش پرېس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پاکستاني استخباراتو د يو نوي ماموريت لپاره احسان الله احسان ګومارلی او وروستۍ افشاګري يې يوه ډرامه ده.
دغه سرچينه وايي، د پاکستاني استخباراتو پر ضد د احسان الله احسان وروستۍ پرلپسې څرګندونې ستراتېژيکې دي، خو د هغه د ماموريت څرنګوالي په اړه يې نور معلومات ور نه کړل.
تازه احسان الله احسان چې دا مهال په ترکيه کې دی پخپل ټويټر ليکلي، د حزب الاحرار او د پاکستاني طالبانو تحريک د يو ځای کولو مذاکرات روان دي.
د نوموړي په وينا، تر ډېره دغه مذاکرات بريالي شوي او ژر به يې د يو ځای کېدو اعلان وشي.
دغه راز له نږدې د طالبانو څارونکي خبريال سمیع يوسفزي هم پخپل ټويټر ليکلي، چې حزب الاحرار له وړاندې د تحريک طالبان پاکستان جلا شوې څانګه وه او بېرته يې د يو ځای کولو هڅی روانې دي.
د معلوماتو پر اساس، حزب الاحرار او د پاکستاني طالبانو تحريک دواړه يوه ډله ده، خو څه موده وړاندې چې پر پاکستاني استخباراتو نړيوال فشارونه راغلل، چې د پاکستاني طالبانو تحريک پر ضد اقدامات وکړي، نو هغوی يې يوازې نوم بدل کړ، خو تشکيلات او اهداف ټول هماغه د پاکستاني طالبانو د تحريک کاروي.
د پاکستاني طالبانو پخوانی وياند داسې مهال دغه رازونه افشا کوي چې تازه يې ويلي، د پاکستان پوځ ورته په پاکستان کې د وژونکې ډلې مشري ورکوله خو ده ورسره ونه منله او له هغوی يې لار جلا کړه.
هغه چې په يوې مرموزې معامله کې په پاکستان کې له بند څخه خوشې شو او ترکيې ته وتښتېد، اوس له هغه ځايه هره ورځ افشاګري کوي، ترڅو عامه ذهنيت د ځان په طرف کړي او د نقاب تر شا سيمه کې نوی استخباراتي هدف په اسانۍ تعقيب کړي.
عبید رادپور

Comments