سرچینه: د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو بین الافغاني مذکرات له ځنډ سره مخ کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: تمه وه چې پرون یکشنبه د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته تللی وای خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د افغان پلاوي ټولې تیارۍ بشپړۍ شوي او کله چې په دې ډاډه شول چې طالبان د خبرو لپاره چمتو دي قطر ته به سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا ویلي وو چې د بندیانو د خلاصون موضوع هواره شوې ده، او د مذاکراتو پیلېدو په وړاندې هېڅ خنډ نه‌شته.
د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د بهیر له بشپړېدو وروسته ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي د تېرې پنجشنبې په ورځ قطر ته سفر وکړي خو ظاهراً دا سفر تر دې دمه ځنډېدلی دی.
د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې یوې با خبرې سرچینې بیا، چې د موضوع د حساسیت له امله يې نه غوښتل نوم خپور شي وویل، چې د طالبانو د قطر په سیاسي دفتر کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله دغه ډله لا هم د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې بدلون اعلان کړ.
خو لدې وړاندې په دوحه د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي و چې دی به له حکومت سره په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي.
د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو یو مهم قومندان هم د دغه ډلې په مشرتابه کې اختلافات مني نوموړی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وویل چې په پلاوي کې وروستي بدلونونه هم د دغه اختلافاتو پایله ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولي انسټېټوټ هم په یاده ډله کې د اختلافاتو د پیدا کېدو خبره کوي خو وايي پاکستان هڅه کوي چې د پلاوي په نویو غړو خپل فرمایشات ومني.
د دې انسټېټوټ مشر یاسر احمدزي وویل: “د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې تغیر او تبدیل وړاندې تر دې دې چې رسنیز شي د دغه ډلې په منځ کې يې اختلافات پیدا کړي وو، خو زموږ موندنې دا ښيي چې دلته د پاکستان ځینې فرمایشات هم مطرح دي چې باید د نویو ټاکل شویو اشخاصو له‌خوا د اجنډا یوه برخه وګرځي.”
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments