سرپل کې ۹تنه طالب جنګیالي وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ سرپل: د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې طالبانو دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي دي، چې په ترڅ کې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي دي، چې په پایله کې دافغان ځواکونو اوطالبانو ترمنځ په نښته کې ۹ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، چې په یاده نښته کې د دوه طالب سرګروپانوپه ګډون ۶تنه وژل شوي او ۳تنه نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوی، چې په یاده نښته کې افغان ځواکونو او ملکی کسانو ته مرګ ژوبله نه ده داوښتې.
عاطفه مصمم

Comments