سرپل کې له پنځو ماین چاودنو مخنیوی شوی

comments 0

هندوکش ــ سرپل: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای د سرپل ولایت د “نمبریک لویې لارې” پر مسیر یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې په “فرح جان او نوبر” کلیو کې د ترهګرو طالبانو لخوا د پنځو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
دا عملیات به په یاده سیمه کې د ترهګرو طالبانو تر بشپړې پاکونې دوام ولري.
عاطفه مصمم

Comments