سرپل کې د طالبانو په روزنیز مرکز برید شوی

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، په سرپل ولایت کې یې د وسله والو طالبانو پر یوه روزنیز مرکز هوايي برید کړی او ۱۸ وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسول نصرت الله جمشیدي ویلي، تېره شپه افغان ځواکونو د سرپل ولایت اړوند په علف دره سیمه کې د طالبانو پر یوه روزنیز مرکز هوايي بريد وکړ چې په پایله کې د طالبانو ۷ روزونکي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
جمشیدي زیاته کړه چې په دغه مرکز کې وسله وال جنګیالي روزل کېدل او بیا د جګړې لیکو ته استول کېدل.
د جمشیدي په خبره په ټپیانو کې د ملا ګل محمد په نوم د طالبانو یو مشهور قومندان هم شامل دی.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply