سرپل کې د طالبانو قومندان ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – سرپل: سرپل ولایت کې د هوايي برید له امله د یوه قومندان په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
شمال کې د شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي وايي، تېره شپه افغان ځواکونو د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزااولنګ دره کې د وسله والو طالبانو پر یو ټولي برید وکړ چې پایله کې پنځه طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان دي.
جمشیدي زیاته کړه چې په وژل شویو کې د ملا سید احمد په نوم د طالبانو یو مشهور سیمه ييز قومندان هم شامل دی.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply