هندوکش – سرپل: دغه پروژې د سیلابونو په وړاندې د استنادي دیوالونو او د کرنیزو ځمکو د اوبو کانالونه دي، چې څلورنیم ملیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د سرپل د کلیو او پراختیا ریس انجنیر احمد جاوید وايي، د دغو پروژو په تکمیل سره د سرپل مرکز اړوند په نواباد سیمه کې څلور زره جریبه کرنیزې ځمکې ته اوبه رسېږي او همدا راز سلګونه کورنۍ د سیلابونو له خطر څخه وژغورل شوې.
جاوید وویل چې د یادو ټولګټو پروژو په ترسره کولو کې لس سلنه سهم د سیمي خلکو هم اخیستی وو.
نجیبه سروری
سرپل ولایت کې څلور ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.