سروبي کې موټر بم نیول شوی

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پولیسو له چاودیدونکو توکو ډک موټر ونیو.
کورنیو چارو وزارت لیکلي، له چاودیدونکو توکو ډک دغه موټر یې د کابل سروبي ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په مهال نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همداراز راغلي چې له نیول شوي موټر یې دوه میله راکټ،یو میل پیکا، یو کلاشنکوف، یو لس ډزی هم نیولي دي.
سرچېنې لیکلي وسله والو غوښتل دغه موټر ته په کابل کې چاودنه ورکړي.
پولیسو له خلکو غوښتنه کړې چې د مشکوکو کړنو په تړاو له پولیسو سره مالومات شریک کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments