سروبي کې دوه طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په سروبي ولسوالۍ کې له سیمه ییزو پولیسو سره په نښته کې دوه طالبان وژل شوي دي.
د سروبي ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان دریا خان تلاش وویل، دا نښته د یکشنبې په مازیګر هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د دوی سرتیرو ته کمین نیولی وو.
تلاش وایي، نښته کې پولیسو ته مرګ ژوبله نده اوښتې، خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply