سرتېري له کرونا سره مبارزه کې لومړي خط کې دي/ نوید احمد څرک

comments 0

د افغانستان د زیاتو ولایتونو لوی او کوچني ښارونه کرنیتن دي او تګ راتګ په کې محدود دی، ټولې دولتي ادارې رخصت دي، دولتی کارمندان او د شخصي ادارو او کمپنیو مامورین رخصت دي.
خو سرتېري او روغتیایي کارکوونکي په یو صف کې له کرونا سره مبارزه باندې بوخت دي او شپه او ورځ بیداره دي.
تاسو ته ډاډ درکول شوی چې هر ډول حقوق او امتیازاتو برخمن یاست، په کور کینئ، خو سرتېرو ته ویل شوي چې تر څو کرونا ګواښ له منځه نه وي تللی، شپه او ورځ دې تیارسئ حالت کې وي.
تاسو به خپلو ښارونو او ولسوالیو کې لیدلي وي چې سرتېري ستاسو د امنیت تر څنګ ستاسو په نظم باندې هم بوخت دي.
کیدی شي کله ناکله سرتېري درسره جدي شوي وي او یا به درسره جدي برخورد کوي، دا برخورد د هغوی زور زیاتی نه دی له تاسو سره ، بلکې ستاسو د ژوند او ستاسو د راتلونکی لپاره دی.
سرتېرو ته همداسې لارښوونه شوې چې له خلکو سره همکاري وکړي، له کرونا وایروس د ژغورلو لپاره دې خلکو سره له نرمښت کار واخلي او که نرمښت نه وي، نو بیا دې جدي برخورد وکړي.
د افغانستان زیات خلک نالوستي او بې پروا دي، په دې باید اعتراف وشي، داسې خلک ډير کله په نرمه نه پوهیږی، نو سرتېري مجبور دي چې د وګړو د ژوند لپاره له هغوی سره له جدیت کار واخلي.
ستاسو سرتېري، ستاسو لپاره ویښ دي، د دې لپاره لوی او فرعي لارو کې نه دي ولاړ چې تاسو بې ابه کړي او یا درباندې غوصه شي، بلکې د دې لپاره ولاړ دي چې تاسو د ډاکټرانو په لارښوونو عمل وکړئ.
د دولت کار همدومره و چې تاسو یې رخصت کړئ، د کرونا له ګواښ یې وژغورلئ، نو تاسو ته پکار ده چې کور کې کینئ، د رخصتۍ موده کې هم له هر ډول امتیازاتو برخمن یاست، نو پکار ده چې کور کې کینئ.
سرتېري له یوې خوا کورنا سره مبارزه باندې اخته دي او له بلې خوا ناانسانه دښمن ترهګرو سره په جګړه دي.
تاسو وګورئ، همدا وړمه شپه د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې ترهګرو پر سرتېرو برید کړی او یو شمېر یې شهیدان کړي دی.
داسې دښمن سره مو مخه ده چې نه کرونا پیژني، نه افت پیژني، نه خدای پيژني، نه رسول پيژندي او نه انسانیت.
تاسو وګورئ، ټوله نړۍ له کرونا سره مبارزه باندې اخته ده، هر ځای وسله والو مخالفنو له خپلو حکومتونو سره اوربند کړی، خو د افغانستان ترهګرو جګړه څو چنده زیاته کړې او بریدونو ته یې دوام ورکړی.
سرتېري چې له کرونا سره مبارزه کې لومړۍ کرښه کې دي او غواړی وګړي وژغوري، دښمن له دې فرصت ګټه اخلي او پر سرتېرو بریدونه کوي.
نو لطفا تاسو کور کې کینئ، سرتېري ستاسو د مال او ځآن ساتلو لپاره بیداره او په دنده دي.

Comments