سرتېري له کرونا او ترهګرو سره په یو وخت مبارزه کوي/ نوید احمد څرک

comments 0

افغان حکومت د کورنا وایروس د مخنیوي تدابیرو لپاره ټولې دولتی او نادولتي ادارې رخصت کړې، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له کرونا او ترهګرو سره مبارزه کې لومړي خط کې دي.
اوس مهال ټول افغانستان قرنطین دی، یواځې د خوراکي توکو پلورنځي او صحي خدمات شته دي چې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې دی.
ډاکټران او افغان امنیتي ځواکونه له کرونا سره مبارزه کې لومړي خط دي، افغان ځواکونه له یوې خوا د کرونا په تړاو د حکومت پریکړې تطبیق کوي او له بلې خوا ترهګرو سره هم په مبارزه کې بوخت دي.
افغان ځواکونه له کرونا سره مبارزه کې
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بیلابیلو برخو کې ګمارل شوي او ځانګړې دندې ورکول شوي چې یو اړخ څخه د حکومت پریکړې تطبیق کړی او له بلې خوا سرغړوونکو سره له جدیت کار واخلي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ځکه له جدیت کار اخلي چې خلک ناپوه دي، عامه پوهاوی نه لري او کرونا ناروغي مرګونی ګواښ نه ګڼي.
نو د افغان ځواکونو مسوولیت دی چې ښارونو او لویو لارو کې خلکو ته د پوهاوي تر څنګ خلکو باندې پریکړې تطبیق کړي.
افغان ځواکونه زموږ ویاړ دی او په ډير ویاړ سره د هېواد او خلکو د ژغورنې لپاره شپه او ورځ بیداره وي او دنده ترسره کوي.
افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره مبارزه کې
له کرونا سره د مبارزې سره په یو وخت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ترهګرۍ سره مبارزه کې هم بوخت دي.
نامرده دښمن له دې فرصت ګټه پورته کړې چې افغان ځواکونه له کرونا سره مبارزه کې بوخت دي، د پاکستان کرایي قاتلین ترهګر پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او له دې فرصت ناوړه ګټه اخلي.
خو افغان ځواکونه په یو وخت له دواړو سره مبارزه کوي، هم له کرونا او هم د ترهګرو طالبانو هغه بریدونه په شا تمبوي چې غواړی ځینې سیمې ونیسي او خلک ووژني.
نامرده دښمن هر کار نامرده وي، کنه دا وخت د دې و چې ټولو افغانانو په یو موټي سره د کرونا پرضد مبارزه کړی وی او ټولې بهرنۍ پروژو یې لاس اخیستی وی.
په نړۍ کې به تر طالب پست خلک پیدا نه کړې، دا ډله هر هغه پست کار کوي چې بادار یې ورته لارښوونه وکړي، نور نه د وطن کیسه کې دي او نه د خلکو.
افغانان دا هر څه څاري او تاریخ دا هر څه لیکي چې خلک په کورنو کې بند و، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې امنیت ساته، خو طالب به تر شا پرې برید کو.

Comments