سرتېري د خلکو ځواک / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

په یو هېواد کې امنیتي او دفاعي ځواک د هېواد او خلکو لپاره هر څه دی، خلک کولای شي په دې ځواکونو ویاړ وکړي او دغه راز له دې په استفادي نور هېوادونه وګواښي او په کور دننه جاسوسان او پردیپال پرې له منځه یوسي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې د دوشنبې په ورځ یې د مارشال فهیم په پوځي پوهنتون کې د ملي اردو د افسرانو یوې فراغت غونډه کې خبرې کولې، خبرې یې ډيرې هیله بخښونکې وې او د هېواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې یې باور زیاتو.
ولسمشر دا په ډاګه کړه چې یواځې افغان ځواکونه کولای شي خلکو ته ګواښ وکړي او نور چاته به اجازه ور نه کړي چې په ګواښونه رامنځ ته کړي او یا ګوت څنډنې وکړي، هغه بارو وښود چې دا ځواکونه به هیڅ سیاسي جریان کې ځان دخیل نه کړي، بلکې تر یو شعار لاندې به د هېواد ساتنې او دفاع ته دوام ورکړي.
ملي پوځ د تحول او بنسټيز مثبت بدلون په حال کې ده، له قوم، سمت او ژبنیو تعصبونو لیرې یې تصمیم اګاهانه او ملي دی؛ ځکه د دې خاورې راتلونکي ته هیله مندي زیاته ده.
د افغانستان دښمنان په دې کار کوي چې څنګه کیدای شي، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه په سمتونو او قومونو وویشي او په دې کار سره افغان ځواکونه څو پرچې او بې باوره کړي، خو اوس ځوان نسل په ملي اردو او ملي پولیسو کې د سرلارو ځای نیسي او ځوان نسل کولای شي دا ټولو توطیي له منځه یوسي چې د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو د بې باورۍ لپاره جوړې شوي دي.
یو باور چې په ملي پوځ زیات شوی هغه دا دی چې د ترهګرو پروړاندې یې جګړه مدیریت کړې او اجازه یې نه ده ورکړې چې خپلو اهدافو ته ورسیږي.
افغان ځواکونو د هېواد په هر ګوټ کې خلک د ترهګرو له شره خلاص کړي، خپل پاک نیت یې خلکو ته ښودلی چې افغان ځواکونه د دې خلکو دي او بهرني ترهګر یواځې د خلکو د وژنې او هېواد ورانولو لپآره ګمارل شوي دی.
په دې برخه کې د دیني علماوو رول هم مهم دی، ځکه اوس له منبر څخه د ملي اردو او پولیسو له ملاتړ غږ پورته کیږي او په یوه اسلامي ټوله کې دا غږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو مورال څو چنده لوړوي او د ترهګرو ملا ماتوي.
اوس تر بل هر وخت پر افغان ځواکونو د خلکو باور زیات شوی او دا باور به لا نور هم زیات شي، کله چې افغانستان کې ترهګرۍ ډلې ماتې وخوري، تراوسه ترهګرو ډلو د اسلام تر نامه لاندې خلکو ته دوکه او فریب ورکو، خو اوس افغان حکومت له اسلامي هېوادونو او دیني علماوو سره په ګډه د ترهګرو دا تبلیغات شنډ کړي او د ترهګرو اصلي څېره په ډاګه شوې ده.
دا به مبالغه نه وي چې ووایو، په تېرو سلو کالو کې د نن ورځې په څیر خلکو د افغانستان په وسله‌والو ځواکونو په ځانګړي ډول پر ملي اردو دومره باورمن او ملاتړي نه وو.
د ملي اردو هویت د ملي اردو هویت دی او دغه هویت تر ټولو سپېڅلی دی، کله چې ملي یاد شو، نو نباید بیا د یوې ډلې او یو سمت پورې تړلی اوسي، باید افغانستان شموله فکر وشي او هغه لیدلوري باندې تمرکز وشي چې د افغانستان لپاره وي، نه د یو قوم او ډلې لپاره.
په دې برخه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت ډیر کار کړی چې څنګه کیدای شي سرتېرو او افسرانو ته ملي روزنه ورکړي، داسې روزنه چې هر څوک ځان افغان وبولي او هیڅوک ځان په سمت، قوم او ژبې پورې و نه تړي، که په افغان ځواکونو کې دا کیسې پیدا شوې، بیا یې پاشل ډير اسانه دي او د کلونو خواري به ډیره ژر له منځه لاړه شي.
اوس افغان حکومت څلورن کلن دفاعي او امنیتي پلان رامنځ ته کوي، دا پلان بشپړ شوی او په تطبیق سره به یې د افغانانو لپاره د بشپړه سوله‌ییزې فضا، ثبات او امنیت رامنځته کول دي.
اوس چې د ترهګرو ماتې په افغانستان کې حتمي شوې، نو ورسره سم د افغان ځواکونو مورال هم لوړ شوی او کار کیږي چې د خلکو په پراخ ملاتړ او باور سره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیال شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply