سرتېرو د خاشرود ولسوالۍ د طالبانو پاکه کړه

comments 0

هندوکش ـ کابل: ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په نیمروز کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي او د دې ډلې له خوا یې د خاشرود ولسوالۍ د نیولو پلان له ناکامۍ سره مخ کړی دی.
د یاد وزارت مرستیال ویاند، فواد امان وایي، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې سلګونه وسلوال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي او دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو له شتونه پاکه شوه.
د امان په خبره د یادو عملیاتو په ترڅ کې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له شتون پاکه شوې ده او دا مهال وضعیت نورمال دی.
وسلوالو طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې په ډېریو ولسوالیو کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments