سرتیري بیرته افغانستان ته راغلل

comments 0

هندوکش – فاریاب: د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق سیمې څخه ترکمنستان هیواد ته اوښتي سرتیري تیره ورځ ناوخته د تورغنډۍ بندر له لارې د افغانستان دولت ته وسپارل شوه .

د هرات د بهرنیو اړیکو رئیس امین الله آزاداني وايې ترکمنستان ته اوښتي سرتیري ۵۸ کسان دي چې تیره ورځ  د ترکمنستان هیواد له لوري افغان حکومت ته وسپارل شوه.

آزاداني وايې یادو کسانو ته د ترکمنستان هیواد له لوري صحي او نور اړین خدمات رسول شوي دي .

نوموړي ویلي د افغانستان دولت د ترکمنستان هیواد له لوري  یادو سرتیروته  د لازمو امکاناتو برابرولو څخه مننه کړې ده .

عاطفه مصمم

Comments