سخت دریځي د جګړې لیکي تقویه کوي!؟: سید عبدالله پاچا

comments 0

د افغانستان تاریخ ته وکتل شي جګړو یې له سخت دریځیو سرچینه اخیستې چې زیات رول پکې جعلي ملایانو اخیستی او د جګړې لپاره بشري قوه برابره کړې.

د امان الله خان له وخت نیولې، بیا تر نن ورځې پورې چې څومره نظامونه ړنګ شوي، څومره ویجاړۍ چې شوي او څومره افغان انسانان چې مړه شوي، سرچینه یې سخت دریځي ده او د سخت دریځۍ ګټه ټوله بهرني استخبارات په ځانګړي ډول امریکا، روسیه او ګاونډي هېوادونه اخلي.

د غازي امان الله خان په وخت کې چې حکومت او ټولنه د عصري کیدو او پرمختګ لوري ته روانه شوه، بریټانیا په جعلي او پلورل شویو ملایانو باندې امان الله خان جلا وطنۍ ته اړ کړ او هغه پلانونه او ارمانونه چې امان الله خان درلودل، ټول یې په لږ وخت کې له منځه یوړل.

له امان الله خان راوروسته بیا ځلې چې روسیه په افغانستان حمله وکړه، امریکا د پاکستان په واک کې داسې امکانات او وسایل ورکړل چې افغان انسان جګړو ته وهڅوي او د شوروي د ماتې تر څنګ باید د هغوی ټول افغان ملګري ووژني او د دې تر څنګ هغه د بیارغونې کارونه چې روسيي کړي له منځه یوسي، موږ ټول د دې شاهد یو چې په هغه وخت کې چې هېواد څومره ویجاړ شو، په بل هیڅ وخت کې نه و ویجاړ شوی، د جهاد په نوم ځینو ډلو کې کسان ننوتل او هر ځای به یې چې بنسټیزې ودانۍ او بنسټیز عامه ځایونه لیدل له منځه به یې وړل، دا ټول د سخت دریځۍ سرچینه وه.

له هغې راوروسته خپل منځي نښتې پیل شوې، جهادي ډلو به د یو بل پرضد فتوا ورکولې او د وژنو تر څنګ به یې د خلکو کورونه نړول چې ښځې او ماشومان هم پکې خوندي نه و.

له کورنیو جګړو وروسته کله چې پاکستان یوه بله ډله د طالبانو په نوم راپورته کړه، له پاکستاني مدرسو یې افغان او پاکستاني طالبان ډلې ډلې افغانستان ته راولیږل او دلته یې د جهاد تر نامه لاندې افغانان په خپلو منځو کې سره وجنګول، د طالبانو او تنظیمي ډلو تر منځ پنځه کاله سره نښتې وشوې او په دې پنځه کلونو کې زرګونه خلک ووژل شوی، معلول شول او بې کوره شول، پاکستان په مدرسو کې به د افغانستان د طالبانو په ملاتړ تبلیغ کیده او په یو او بل ډول به یې ځوانان هڅول چې افغانستان کې جګړه وکړي، په دوی کې اکثر کسانو پرته له معاش د اسلام تر نوم لاندې جنګ کاوه او فکر یې کاوه چې مقابل لوری یې کافران دي او جهاد پرې روا دی.

د طالبانو د واکمنې له ړنګیدو وروسته د امریکا په مشري نړیواله ټولنه راغله چې د ولسواکۍ په نوم نظام جوړ کړي او خلک د ټاکنو له لارې ولسمشر او خپل استازي وټاکی، امریکا د افغانستان لپاره د پولیسو او ملي اردو د جوړیدو په کار لګیا شوه او له دریو کلونو ارامۍ وروسته یو ځل بیا پاکستان پخواني طالبان خپله غیږ کې ونیول او په قبایلي سیمو کې یې ورته مرکزونه جوړ کړل، هلته به روزل کیدل او بیا به افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږدول کیدل، دا لړۍ تر ننه روانه ده.

پاکستان له سخت دریځه کسانو ګټه اخلي او شپاړس کاله وشول چې په افغانستان کې ځینو ډلو ته پیسې ورکوي او ځینې جنګیالي پرته له دې چې امکانات واخلي د جهاد په نوم افغانان وژني، خو خبر نه دی چې بهرنیو استخباراتو یې له سخت دریځۍ ګټه اخیستې او په پروژيي جګړه کې بوخت ساتل شوی دی.

نو افغانان په ټول تاریخ کې د احساساتو او سخت دریځۍ قرباني دي او کله یې چې سر خلاصیږي وخت ترې تېر وي، تراوسه هم ځینې وسله والې ډلې په دې نه دي خبرې چې دوی د سخت دریځۍ قرباني دي او له سخت دریځۍ یې بهرني استخبارات په ځانګړې ډول امریکا، ایران، روسیه او پاکستان ګټه اخلي.

د سخت دریځۍ د له منځه وړلو مسوولیت افغان حکومت ته دومره نه راجع کیږي لکه څومره چې دیني علماوو او د سخت دریځو کسانو کورنیو ته راجع کیږي.

کورنۍ کولای شي چې خپل اولادونه وڅاري چې په څه بوخت دی او ورځنیو چارو کې له چا سره ډیر مخ کیږي او د کارونو پایله به یې څه وي، که کورنۍ د غړي په کارونو او ګرځیدو باندې څار وساتي د سخت دریځۍ قرباني کیږي نه.

دغه راز د دیني علماوو مسوولیت دی چې د سخت دریځۍ په تړاو خلکو ته ویناوې وکړي او د منبر له لارې خلکو ته ښه او بد تعریف کړي، سخت دریځي د اسلام مبارک دین کې نشته، خو شته ځینې علماء چې د قران کریم په ناسم تفسیر او د احادیثو په ناسمه ژباړه خلک سخت دریځۍ خواته سوق کوي چې پایله یې د هیڅ مسلمان په خیر نه ده.

اسلام د سولې دین دی او هیڅ ځای پکې سخت دریځي نشته، دیني علماء مسوولیت لري چې په دې برخه کې خپل رول ادا کړي او هغه کسان چې د سخت دریځۍ ښکار دي، راګرځوي چې په افغانستان کې د مسلمانانو ژوند ارام شي.

 

Comments

Leave a Reply