ستړئ!!! ګل اکبر راحل ځاځی

comments 0

اوس می خوبونه له ماښامه کور ته نه رادرومي!
اوس می خوبونو سره ګرانی مخه ښــه کړی ده.

اوس می زړګی له ارمانونو نه خالي دی ګــرانی!
مـــــا ارمانونو ســـره ګرانی مخه ښــــه کړی ده.

اوس می یوازی ځای یوازی ناستۍ ډیر خوښیږي!
اوس داسی ځانته او یـــــــوازی بلد شوی یمه.

اوس د یارانو د مجلــــــس او ټنګ ټکور نه یمــــه!
داسی بل شـــــانته او یوازی بلـــــد شوی یمه.

اوس له هر څه ستړی یم، هر څه راته بل څه ښکاري!
اوس ګلابونه په همغه شانتی خوند نلري.

اوس می غزل، رباب په چیغو چیغو نه ژړوي!
اوس غزلونه په همغه شانتی خوند نلري.

اوس دی د نوم له تورو هغه شانتی خوند نه اخلم!
اوس می د زړه مراندی کږی درپسی ندي ګرانی.

اوس د ماشوم پشان له خپل ځان سره لوبی کوم!
اوس می د زړه ساندی کږی درپسی ندي ګرانی.

اوس له بارانه د پخوا په شانتی خوند نه اخلم.
اوس می سپوږمی او ستوري هغه شانتی نه خوښیږي.

اوس نو د مینی ناولونه په یو وار نه لولم.
اوس می ستا نوم توري په هغه شانتی نه خوښیږي.

زه له ژوند ستړی یم او ژوند له ما بیزاره دی اوس.
په تورو شپو کی د غزلو زمزمی نکوم.

اوس می د زړه په کور یوازی توره شپه خوره ده.
اوس د سپوږمی او سپینو ستورو یارانی نکوم.

لکه ماشوم سر له ماښامه بستره کی پټ شي!
اوس می زړه زور نلري اوس شوګیری نه کومه.

تصویر دی اوس هم په همغه مینه پالم ګــرانې!
خو بس تصویر ته دی په زوره کیسی نه کومه.

“راحل” اوس هغه “راحل” ندی پاتی دا ومنه!
د زړه په کور یی جدایي خپړی خښې دي اوس.

چی هر ساعت د چا د سترګو انتظار کی به و.
په دی وجود بی وفایي خپړی خښې دي اوس.

Comments