ستانکزی: د سیاسیونو بې اتفاقۍ ستونزې زیاتې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی وایي، افغانستان د یو ښکاره بهرني یرغل سره مخ دی، خو سیاسیون د دې پر ځای چې حکومت سره ودریږي، د حکومت پښې وهي.
د ملي امنیت رییس د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ویلي، چې افغانستان له یو ستر بحران سره مخ دی خو سیاسیون یې د مخنیوي لپاره سره نه دي یو شوي.
د ستانکزي په خبره، اساسي قانون کې په سراحت سره راغلي چې د بحرانونو پرمهال باید سیاسیون په ګډه له حکومت سره کار وکړي، خو له بده مرغه تراوسه داسې څه نه دي شي.
د ملي امنیت رییس وايي، یو سل او شپیته کسان یې نیولي چې هم له امنیت او هم یې له داعش او نورو وسله والو ډلو سره همکاري کوله.
کورنیو چارو وزیر بیا په دې استجوابیه غونډه کې په ډاډ سره وویل چې ځانمرګي بریدګر د تورو ښيښو موټرو کې راوړل کیږي چې ځینې یې د ملي شورا د غړو دي.
ویس برمک د ملي شورا له غړو غوښتنه کړې چې د تورو ښيښو موټرو د مخنیوي په برخه کې یې ملاتړ وکړي چې لوی جرمونه راکم شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments