ستانکزی: د سولې روانې خبرې به د قران او سنت په رڼا کې کیږي

comments 0

هندوکش ـ کابل: په داسې حال کې چې طالبان د سولې خبرې اترې له امریکا سره د شوي تړون پر اساس غواړي، خو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی وايي، دوی به له طالبانو سره د سولې مذاکرات د قران او سنت په رڼا کې ترسره کړي.
نوموړي په یو تازه ټویټ کې ویلي، هیله مند یوو، چې د سولې مذاکرات د قران او سنت په رڼا کې او د خلکو له غوښتنو سره سم مطلوبې پایلې ته ورسوو.
هغه زیاته کړې، مونږ د جګړې د ختمېدو لپاره قوي هوډ لرو او دې برخه کې د خلکو زغم ستایوو.
ستانکزي ویلي، هېڅوک نه شي کولای د سولې د بهیر پر وړاندې خنډ جوړ کړي.
عبید رادپور

Comments