ستانکزی: اسلام آباد په پاکستان کې د ترهګرو شتون مني

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د یوې خبري غونډه پر مهال د افغانستان د څارګرې ادارې مشر معصوم ستانکزي وویل چې پاکستان دا ومنله چې طالبان یې په خاوره کې شته او له هغه ځایه بریدونه پلانوي.
نوموړي چې ګډونوالو ته وینا کوله په ډاګه کړه چې، اسلام آباد ته سفر پر مهال د طالبانو او حقاني شبکې د موجودیت په اړه داسې اسناد ورسپاړلي چې له مخې یې پاکستان په هېڅ وجه انکار ترې نه شي کولاې.
د نوموړي په وینا، د دغه سفر پرمهال له دوی سره پاکستان منلې چې طالبان یې په خاوره کې شته او تروریستي بریدونه پلانوي.
نوموړي زیاته کړه: «غواړم په یوې کلمې کې دا مسئله خلاصه کړم چې په تېر کې انکار وه، خو دا ځل اعتراف له ځینو محدودیتونو سره مل وو، اوس نو توقع د بحث نه بلکې د اقدام ده».
دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت عمومي رئیس او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په کابل او ځینو ولایتونو کې له خونړیو حملو وروسته اسلام آباد ته له ځینو اسنادو سره تللي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply