سبا د چټکې تبادلې ځانګړي سوداګړيز پروازونو افغانستان او هندوستان ترمنځ پیلیږي

comments 0

هندوکش – کابل : سبا یکشنبې اقتصادي او سوداګري پراختیا لپاره افغانستان او هندوستان ترمنځ ځانګړي پروازونه پیلیږي.
افغانستان کې هند سفیر من پریت وهورا وایي: «د دواړو هيوادونو تر منځ د ځانګړي هوايي دهلېز د جوړولو هدف د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا ده».
د نوموړي په وينا: «د دواړو هيوادونو د تجارتي مالونو د لېږد را لېږد لپاره د اريانا هوايي شرکت سره هوکړه شوې ده چي په دې ډول سره به مواد د زيات وخت د ضايع کېدو او له ستونزو پرته تبادله کېږي».
پرون د جمعې ورځ بیا د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوپال بګلاو ویلي وه ، چي د کابل او نوي ډيلي تر منځ د ځانګړي هوايي دهلېز د جوړېدو نظر د مځکني ترانزيټ په وړاندي د پرتو ستونزو له امله رامنځته سو.
دښاغلي بګلاو په وينا، د نوي ډيلي او کابل تر منځ د ځانګړو کارګو يا بار وړونکو پروازونو د لړۍ د پېل پرېکړه، څو مياشتي مخکي هغه هيواد ته د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني د سفر پرمهال سوې ده.
دغه سیستم فعالیدو سره به افغانستان په لنډ وخت کې خپل تجارتي مواد هندوستان ته لیږلي.
د هند په تجارتي بازار کې د افغانستان وچې میوې او غالي تردې دمه ښه بازار لري چې له دی وروسته ولیدل شي د افغانستان نور صادراتي توګې بازار به ولړي او که نه.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply