سبا د روژې مبارکې میاشت لومړې ورځ ده

comments 0

هندوکش – سعودي: د سعودي عربستان العربیه دولتي تلویزیون تیر ماښام اعلان کړ چې د دوشنبې په ورځ به روژه پیل شي.
چې په ورته وخت کې به په افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي
د سعودي عربستان العربیه تلویزیون د مذهبي مشرانو په قول وویل چې د شنبې په ورځ سپوږمۍ ونه لیدل شوه؛ نو د مې پنځمه به، چې د یکشنبې ورځ ده، د شعبان د میاشتې وروستۍ ورځ وي.
دې ته ورته د سعودي عربستان ګاونډیو هیوادونو کویت او عراق کړی دی.
افغانستان هم له سعودي عربستان سره په یو وخت روژه پیلوي.
په افغانستان کې حکومت او یو شمېر دیني عالمانو د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
خو وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې جنګ په روژه کې لا ډېر ثواب لري.
محمد امان دوران

Comments