سالنګونه بیا وتړل شول

comments 0

هندوکش – سالنګ: راپورونه وایي، سالنګونه د ترافیکو پرمخ بیا وتړل شول.
د سالنګونو د ساتنې مشر عبدالبصیر حبیبي دغه لار یي له تېر ماښام شپږ نیمو بجو راهیسې تړلې ده .
حبیبي وایي، په سالنګونو کې تر یو متر واوره شوې او په ځینو برخو کې واورې ښوېدنې هم شوي دي.
د حبیبي په خبره، د واورې ورېدو له امله یي پاک کاري هم درولي او اوس هم په سیمه کې واوره ورېږي.
ددغه لارې په تړل کېدو سره د ګڼوشمالي ولایتونو اړیکې هم له مرکز او یو شمېر نورو ولایتونو سر پرې کېږي.
عبید رادپور

Comments